په تورخم پوله سوداګرو دوه اړخیز تجارت په اړه د اندیښنو څرګندونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل کښې په پاک افغان پوله تورخم سوداګرو او ټرانسپورټران رسنیو ته ویلي دي چې په پوله یو شمیر ستونزو سره مخ دي.
سوداګر وایی چې په پوله په تورخم ډرایی پورټ تعمیري کار روان دې او غوښتنه ی وکړه چې دا تعمیراتي کار دې زر تر زر بشپړ شي چې په تورخم پوله د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخیز تجارت وده وکړي.
سوداګر او ټرانسپورټران دا غوښتنه هم کوي چې د پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتي توکو او د افغانستان څخه پاکستان ته د وارداتي توکو آن لاین کلیریسن دې زر تر زر ترسره کیږی چې سوداګر او ټرانسپورټران په اسانه توګه وکولې شي خپل تجارتي توکي پاکستان او افغانستان ته منتقل کړي. سوداګر دا هم وایی چې په تورخم پوله سوداګرو ته نه خو د بجلۍ سهولت شته او نه ده تیز انټرنیټ ، هغوي غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې د بریښنا او سوداګرو ته چټک او ښه انټرنیټ اسانتیا ورکړل شي چې په دې پوله تجارته ته وده ورسي.





