وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ په اوږد لوډشیډنګ د خفګان څرګندونه کړې
باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د بجلۍ لوډشيډنګ په اړه بېړنۍ غونډه روانه ده۔
دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف په غيرمعمولي لوډشيډنګ کولو د خفګان څرګند کړى اؤ په دغه لړ کې يې بيړنۍ غونډه رابللې ده.
سرچينې وائي وزيراعظم دبجلۍ څانګې سره تړلو په چارواکو غصه څرګنده کړې ده اؤ عدالت کې يې دوړاندې کيدو وروستو اړونده افسرانو ی رابللې دي.
دسرچينو له مخې دوزيراعظم لخوا رابلل شوې غونډه لاهور کې روانه ده چې پکښې شاهد خاقان عباسي، مفتاح اسماعيل، مصدق ملک اؤ دمسلم ليگ(ن) مشران هم موجود دي.
دسرچينو له مخې وزيراعظم ته په بريفنگ کې وئيل شوي وؤ چې يواځې د٢ؤ ساعتو لوډشيډنګ کيږي، په دې اړه وزيراعظم شهباز شريف غصه څرګنده کړه او ويې ويل چې لوډشيډنګ د١٠ؤ ساعتو نه زيات دې . وزیراعظم په دې موقع اوویل چې تاسو که ماته د لوډشیډنګ دا تشریح راکوي چې لوډشیډنګ کم دې نو زه ورسره موافق نه یم.