د تیلو څخه پس د ګاز بیعې هم لوړې کړې شوې

باغی ټي وي رپورټ
د تېلو او ګازو د تنظيم ادارې (اوګرا) د جولای له لومړۍ نېټې د ګازو بيې لوړې کړې دي.
بيان ترمخه اوګرا د سوئي ناردرن لپاره د ګيس په نرخ کښي 45 فيصده او د سوئي سدرن لپاره 44 فيصده اضافه کړي ده۔
اوګرا د نرخونو زياتولو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔ اعلاميه ترمخه د سوئي نادرا لپاره د ګيس قيمت ٢٦٦ روپئ في ايم ايم بي ټي يو او د ګيس قيمت ٢٦ روپئ مقرر کړے شوے دے۔
نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي د سوئي سدرن لپاره د ګيس قيمت يو روپئ مقرر کړے شوے دے۔
ياده دې وي چې تيره ورځ حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې 30 روپۍ في ليټر زياتوالې اعلان کړې چې دې سره په اوو ورځو کښې د پټروليم مصنوعاتو بيعې 60 روپې في ليټر زياتې شوې دي۔
د دې نه علاوه د نېشنل اليكټرك پاور ريګولېټري اتهارټي (نيپرا) د بجلۍ په نرخ كښې د 7.91 روپو في يونټ زياتوالي منظوري وركړې ده۔





