حکومت دوه اونې په دې فکر کولو چې څنګه د عام اولس ستونزې زر ختمې کړي او په اولس بار کم واچوي: د پټرولیم وفاقي وزیر

0
124

باغی ټي وي رپورټ
د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وايي حکومت له يوې يا دوو اونيو راهسې په دې فکر کوي چې څنګه پر عامو خلکو بار اودرېږي او عام اولس ددې ستونزې څخه وژغوري.

د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې مصدق ملک د پټروليم سبسډي ختمولو په فيصله کښې د ځنډ او خزانې ته د 150 اربه روپو د نقصان په اړه د پوښتنې په ځواب کښې وويل حکومت ته يوه يا دوه هفتې وخت لګي چې د عام اولس په اړه څه فکر وکړي؟ ایا بار ودرول کیدی شي؟

تر دې وړاندې د جيو نيوز پروګرام نوی پاکستان کې د خبرو پر مهال نوموړي وويل شهباز شريف ته د دوه يا درې سکيمونو په اړه خبر ورکړل شوی وو چې له امله يې پرېکړو يو څه وخت ونيو.

تيره ورځ دپيټروليم وفاقي وزير مصدق ملک يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ هغه کسان چې د٣٥ؤ څخه تر څلويښتو زره روپو پورې عايد لري هغوي ته به دترانسپورټ لپاره دوه زره روپۍ وظيفه ورکول شي.
د یادونې ده چې په ملک کښې د روانې ګرانۍ او د شهباز شریف حکومت د تیلو د ګرانولو په ضد پخواني وزیراعظم عمران خان هم د احتجاج کولو اعلان کړې دې.

Leave a reply