د هندوستان سفارتخانې عمله د کابل نه واپس خپل ملک ته سفر کوي باغي ټي وي رپورټ

0
79

د هندوستان سفارتخانې عمله د کابل نه واپس خپل ملک ته سفر کوي
باغي ټي وي رپورټ.

نیانیمه بسو چې د هندوستان ښځینه ډپلومیسي ایډیټره او خبریاله ده په خپل ټویټر ی یو سیلفي شایع کړې چې پکښې هغه او نور کسان ښکاری چې په یو طیاره کښې ناست دي، نوموړی لیکلی چې هند خپل د کابل سفارتخانې عمله او نور هندوستاني په یو هندي هوای ځواک طیاره کښې هندوستان ته د واپس وړولو فیصله کړې او دا وس مونږ انډیا ته روان یو.

یاده دې وی چې د افغانستان په پایه تخت کابل کښې پاکستان، چین او روس د سفارخانو د نه تړلو اعلان کړې ، په سوشل میډیا داسې تصویرونه شایع شوي چې پکښې ښکاری چې په کابل کښې ماشومان زده کوونکي او نورې ښځینه زده کوونکې سکولونو او کالجونو ته ځي او هیڅ خوف او خطر نه لري.
په کابل کښې د طلوع نیوز ټی وي چینل یوه ښځینه خبریاله هم د کابل په ښار کښې یو ویډیو رپورټ کښې ښکاری چې په سر ی تور پړونې دې او د خپل ټي وي لپاره رپورټنګ کوي.

Leave a reply