کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د بېکارۍ کمولو لایحه سپارل شوې ده

0
173

کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د بېکارۍ کمولو لایحه سپارل شوې ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه پرون ترسره شوه. سرچینې لیکلي چې په پيل کې، د اداري کمېسيون غړو د ورسپارل شویو دندو په اړه خپل راپورونه شريک کړل.

 

(2022 / 6  /  3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه لنډمهالې او منځمهالې طرحې او دغه راز له سکتوري وزارتونو او اړوندو ادارو متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي ترتيب کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه پرون ترسره شوه. سرچینې لیکلي چې په پيل کې، د اداري کمېسيون غړو د ورسپارل شویو دندو په اړه خپل راپورونه شريک کړل.

خبر پاڼه کې راغلي، ورپسې د مختلفو موضوعاتو له هغې ډلې په اړوندو ادارو کې د بالمقطع کارکوونکو ګومارنې، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل لپاره د اضافه کارۍ اجرا کولو، د منحل شویو ادارو د کارکوونکو برخلیک او په بهر کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

Leave a reply