یونیسف پۀ افغانستان کې د خواځواکو ماشومانو پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده 

0
185

یونیسف پۀ افغانستان کې د خواځواکو ماشومانو پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د افغانستان څانګې مشر محمد اګ ایویا پرون ناوخته په خپله ټویټر پاڼه  لیکلي چې په کابل او پروان کې یې د ماشومانو له څو روغتونونو لیدنه کړې ده.

 

(2022 / 6 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول محمد اګ ایویا افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د افغانستان څانګې مشر محمد اګ ایویا پرون ناوخته په خپله ټویټر پاڼه  لیکلي چې په کابل او پروان کې یې د ماشومانو له څو روغتونونو لیدنه کړې ده.

ایویا د دغو روغتونونو په اړه ویلي چې په دغو روغتونونو کې یو شمېر خوارځواکي ماشومان مري. د یونیسف چارواکي دا هم لیکلي چې هغه له هغو میندو سره لیدلي چې د خپلو ماشومانو د وضعیت له ښه والي څخه ناهیلي وې.

تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړی و.

دغې ادارې په دې وروستیو کې ویلي وو چې که په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي، ښايي یو میلیون ماشومان دخوارځواکۍ له کبله مړه شي.

Leave a reply