ځایی اولس د بریښنا د زیات لوډشیډنګ په ضد احتجاج کړې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود شاه کس سیمه کښې ځایی خلقو او سوداګرو د غير اعلانيه لوډشيډنګ په ضد احتجاج کړې دې .
جمرود شاه کس سیمه کښې خلق د بجلئ لوډشیډنګ خلاف خلق سړکونو ته راووتل او په احتجاج ی لاس پورې کړې دې .
لاريون کوونکو د پاک افغان لويه لار تړلې وه او شعارونه يې ورکول.
احتجاج کوونکو اوویل چې د بجلئ غير اعلانيه لوډشيډنګ د اولس ورځني ژوند متاثره کړے دے، د کورونو.بجلي د کمرشل استعمال لپاره په ورکولو سره ظلم روان دے، د کرشنګ ماشينونو، سټيل ملونو لخوا په غيرقانوني توګه دځایی خلقو بجلي ورکول کیږي ، دوی اوویل چې مونږ سره دې دا ظلم بند کړې شي او د بجلی اوډشیډنګ دې کم کړې شي .






