د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ میچونو لپاره د ټکټونو پلورل پیل شوي دي

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د نړیوال جام سوپر لیګ کې د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ ټکټونو پلورل پیل شوي دي.

د دې سیالیو لپاره چې د جون په 8، 10 او 12 کې ترسره کیږي د ټیټ ټکټ نرخ 300 روپۍ او لوړ ټکټ ی 500 روپۍ ټاکل شوي.

ټکټونه به د M&P په ځانګړي دکانونو کې شتون ولري چې پکې ‘Bookme.com.pk’ شامل دي. د ښاریانو د اسانتیا لپاره به ټکټونه په فاطمه ټاون او کچہری چوک کې په ګرځنده وینونو کې د پلور لپاره هم شتون ولري.

د الهي برادران، حنيف محمد، مشتاق احمد او وسيم اکرم انکلوژرز د ټکټونو بيه ۳۰۰ روپۍ او د فضل محمود، عمران خان، جاويد ميانداد او ظهير عباس انکلوژرز د ټکټونو بيه ۵۰۰ روپۍ ټاکل شوې ده.

د پاک ویسټ انډیز سیریز لپاره د کمنټري پینل اعلان هم شوی چې پکې این بشپ، جیف دوجن، بایزید خان، ثنا میر او عروج ممتاز شامل دي او زینب عباس به د خپرونو وړاندې کوونکي وي.
د یادونې ده چې د پاکستان او ويسټ انډيز د قامي کرکټ ټیمونو ترمینځ لوبي به د پنډۍ په ځای په ملتان کښې ترسره شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان او وېسټ انډيز تر منځ د ون ډې سيالۍ مېچز 8، 10 او 12 جون د ملتان کرکټ سټېډيم کښې ترسره شي.

Leave a reply