افغان او ایراني لوري پر ګډه سوداګرۍ خبرې کړې دي  

0
88

دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې  د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.

(2022 / 6 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر یې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي.

دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې  د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.

په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سرحدي بنسټونو، بندرونو او صنعتي پارکونو د پیاوړتیا او د سوداګریز بېلانس په اړه خبرې شوې دي.

Leave a reply