افغانستان؛ له هند سره پر ښو اړيکو ټينګار

نوموړي د هند له (نیوز اتلس) رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له هند سره سیاسي او ديپلوماټیکې اړیکې غواړي او په خبره یې تر ډیپلوماټیکو اړیکو وروسته له دغه هېواد سره په نظامي برخه کې هم د اړیکو درلودو ته تیار دي.
(2022 / 6 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي، چې د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
نوموړي د هند له (نیوز اتلس) رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له هند سره سیاسي او ديپلوماټیکې اړیکې غواړي او په خبره یې تر ډیپلوماټیکو اړیکو وروسته له دغه هېواد سره په نظامي برخه کې هم د اړیکو درلودو ته تیار دي.
یعقوب مجاهد په کابل کې د هند سفارت د پرانیستو غوښتنه کړې او همداراز یې ویلي چې پاکستان او یا کوم بل هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې هند ته ګواښ پېښ کړي.