پاکستان کښې د تیلو بیعې لوړیدو سره په ښار کښې او د ښار نه بهر د سفر کرایه هم زیاته شوې

باغی ټي وي رپورټ
د آل پاکستان پبلک ټرانسپورټ مالکانو فېډرېشن د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د زياتېدو په غبرګون کښې د کرايې د شل فيصده زياتولو فيصله کړې ده.
د آل پاکستان پبلک ټرانسپورټ اونرز فېډرېشن وياند ويلي که د ډيزلو بيعه لوړه شي نو د ټرانسپورټ ۵۰ فيصده کارکوونکي به ودروي او احتجاج به وکړي او کارکوونکي به له دندو ګوښه کړي.
د آل پاکستان پبلک ټرانسپورټ مالکانو اتحادیی په یوه بیان کې ویلي چې د ټرانسپورټرانو لپاره د موټر چلول ناممکن شوي دي.
ياده دې وي چې حکومت تيره ورځ د پټروليم مصنوعاتو بيې ۳۰ روپۍ فی لیټر نورې هم زياتې کړې دي چې له وجې يې د ملک په تاريخ کښې په اول ځل د پټرولو بيه دوه سوه روپو في ليټره ته ورسېده.
څو ورځې وړاندې هم د تیلو په بیعو کښې ۳۰ روپۍ زیاتوالۍ اعلان کړې وو او په یوه اونۍ کښې په پاکستان کښې د تیلو بیعې ۶۰ روپۍ فی لیټر زیات شوې دې چې له وجهې ی غریب اولس سخت اغیزمن شوې دې.
پرون په پایه تخت اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د زياتوالي اعلان وکړو او وی ویل چې دا پریکړه ی ځکه کړې چې په نړۍ بازار کښې د تیلو بیعې ګرانې شوي دي نو دوی مجبور دي چې د تیلو بیعې لوړې کړي.
…………………………..