ميدان وردګ؛ له ښونځيو سره د ملي تجاره مرستې

0
122

ميدان وردګ؛ له ښونځيو سره د ملي تجاره مرستې

 

باغي ټي وي

بشپړ راپور: 

په میدان وردګو ولایت کې د چک ولسوالۍ د پوهنې مسوولین وایي، د ملې تجار او د افغانستان د صنعتي خونو د مشر شیرباز کمین زاده له لوري ورسره د لومړنیو درسي توکو مرسته شوې.

دوی زیاتوي، د ښوونځیو لپاره یې ۳۶ زره ټوکه کتابچې او ۴۱۰ تختې پلاستيکي فرشونو، همدا راز د غیر رسمي دیني مدرسو او دارالحفاظونو لپاره یې لس زره ټوکه کتابچې مرسته کړې؛ په خبره یې، یاد توکي نن د چک ولسوالۍ پوهنې آمریت ته وسپارل شول.

د پوهنې مسوولین وایي، دغه درسي توکي به په پوره شفافه بڼه اړوندو ښوونځیو او مدرسو ته ووېشي؛ مسوولین او عام وګړي د کمین زاده له مرستې مننه کوي او په نورو ملي سوداګرو هم غږ کوي، چې په دې ترینګلي اقتصادي وضعیت کې خپل د زده کړو مرکزونه پیاوړي کړي.

Leave a reply