په البانیا کې میشتو سلګونه افغان کډوالو لاریون کړی دی

0
203

په البانیا کې میشتو سلګونه افغان کډوالو لاریون کړی دی

بلخوا امریکایي حکومت وایي چې دوی له ټولو هېوادونو افغان کډوال امریکا ته لېږدولي دي او د ځینو د ځای پر ځای کولو او مېشتولو لړۍ هم ختمه شوې ده.

 

(2022 / 6 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په البانیا کې میشتو سلګونه افغان کډوالو لاریون کړی دی.

دغه کډوال چې تېر کال له افغانستان ایستل شوي دي وايي، چې په البانیا کې له سختو ستونزو سره مخ دي او باید امریکايي حکومت یې د لېږد لپاره اقدام وکړي.

دوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې میاشتې کېږي په البانیا کې بې برخلیکه پراته دي خو تر دې دمه یې د لېږد لپاره اقدام نه دی شوی.

د دغه کسانو شمېر شاوخوا ۲۴۰۰ ته رسېږي او ټول د پخواني حکومت چارواکي، خبریالان او مدني فعالین دي.

بلخوا امریکایي حکومت وایي چې دوی له ټولو هېوادونو افغان کډوال امریکا ته لېږدولي دي او د ځینو د ځای پر ځای کولو او مېشتولو لړۍ هم ختمه شوې ده.

Leave a reply