پی ټي آیی سپریم کورټ کښې په اسلام آباد کښې د احتجاج کولو لپاره درخواست جمع کړې

پی ټي آیی سپریم کورټ کښې په اسلام آباد کښې د احتجاج کولو لپاره درخواست جمع کړې
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف اسلام آباد کښې د شهباز شریف حکومت په ضد د احتجاج کولو لپاره په سپریم کورټ کښې درخواست جمع کړې دې.
د پي ټي آئي سيکرټري جنرل اسد عمر لخوا دائر کړے شوي آئيني درخواست کښي داخله وزارت، آئي جي اسلام آباد او د کورنیو چارو وزار سيکرټري د اړخونو په توګه شامل کړي شوي دي۔
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې عدالت دې حکم ورکړي چې پي ټي آئي ته دې په اسلام آباد کښې د پرامن احتجاجونو او غونډو اجازت ورکړے شي او په کوم ښار کښې دې د پي ټي آئي د احتجاجونو په لاره کښې خنډان نه جوړولې شي۔
درخواست کښې زياته کړې شوې چې عدالت دې حکم ورکړي چې د پي ټي آئي هيڅ کارکن يا مشر دې ګرفتار نه کړي يا تشدد دي هم په هغه و نه کړي شي، د پي ټي آئي په ضد دې ډاروونکې طريقې او په کورونو چاپې نه اچولے شي.
په درخواست کښې دا هم ویل شوي چې د یو ښار نه بل ښار ته دې د خلقو په تګ راتګ بندیز هم و نه لګول شي.
درخواست کښې داسې غوښتنه شوې ده چې عدالت دې په احتجاج کوونکو په ضد دې د زور څخه کار وا نه خستل شي.
ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت لخوا د انتخاباتو اعلان نه کولو په صورت کې په اسلام اباد کښې د احتجاج کولو اعلان کړې وو.
عمران خان د ۲۵ مارچ په ورځ ویلي وو چې که حکومت نوې ټاکنې اعلان نه کړي نو هغه به بیا اسلام آباد ته د احتجاج کولو لپاره راشي.





