هره اوونۍ لسګونه افغانان جرمني‌ ته لېږدول کېږي

0
177

هره اوونۍ لسګونه افغانان جرمني‌ ته لېږدول کېږي

وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخواني‌ حکومت سقوط وکړ نو زرګونه افغانان د امریکایي او اروپايي‌ هېوادونو له لوري‌ ولېږدول شول،‌ چې آلمان هم د زرګونه کسانو د لېږدولو ادعا کوي.

 

(2022 / 6 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هره اوونۍ لسګونه افغانان جرمني‌ ته لېږدول کېږي. د جرمني‌ د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي‌ چې دوی د خپلو افغان همکارانو او د دوی د کورنیو ایستلو ته ادامه ورکړې ده.

د سرچینې په په خبره دوی هره اوونۍ لسګونه افغانانان د ایران او پاکستان له لارې را وباسي‌ او جرمني‌ ته یې لېږدوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي‌ چې د دې کسانو شمېر په اوونۍ کې په اوسطه توګه ۲۰۰ کسانو ته رسېږي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ادعا کړې ده چې په دې موده کې یې ۱۸۶۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي او دوی یې په آلمان کې ځای پر ځای کړي‌ دي.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخواني‌ حکومت سقوط وکړ نو زرګونه افغانان د امریکایي او اروپايي‌ هېوادونو له لوري‌ ولېږدول شول،‌ چې آلمان هم د زرګونه کسانو د لېږدولو ادعا کوي.

Leave a reply