د پاکستان په قانون کښې په بهر ملکونو کښې پاکستانیان د ووټ حق څخه نه دي محروم شوي: اسلام آباد هایی کورټ

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د کيس اوريدنه کښې ريمارکس ورکړے چې په پخواني او اوسني قانون کښې هم بهر ملکونو کښې موجود پاکستانيان د ووټ حق څخهنه دي محرومه کړے شوي.

د اسلام اباد هائي کورټ د چيف جسټس په مشرۍ کښې په بهر کښې د پاکستانيانو د ووټ حق نه محرومولو په ضد د درخواست اورېدنه وشوه چې پکښې د درخواست کوونکي داود غزنوي په خوا کښې وکيل عارف چوهدري حاضر شو.

د اورېدنې په مهال چيف جسټس اطهر من الله ريمارکس ورکړو چې د پخواني حکومت د بهر میشتو پاکستانیانو په اړه ترمیم د سپریم کورټ مطابق نه وو.

چيف جسټس وويل په تيرو او موجوده قانون کې هم بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيان د ووټ حق څخه نه دي محروم کړل شوي خو د رای اچوونې په کړنلارې پریکړه کول دی چې دوی په کومه طریقه رای ورکړي.

وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه تر جمعې پورې وځنډوله.

Leave a reply