اسراییل له عرب اماراتو سره د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړی دی

اسراییل له عرب اماراتو سره د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړی دی
رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې دغه تړون تر څو میاشتنیو مذاکراتو وروسته نن سه شنبې د اسراییل د اقتصاد وزیرې اورنا باربیوای او د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق په دوبۍ کې لاسلیک کړی دی.
(2022 / 6 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسراییل له عرب اماراتو سره د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړی دی. دا د عربي نړۍ له هېوادونو سره د اسراییل لومړی ستر تجارتي تړون دی چې موخه یې د منځني ختیځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی دی.
رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې دغه تړون تر څو میاشتنیو مذاکراتو وروسته نن سه شنبې د اسراییل د اقتصاد وزیرې اورنا باربیوای او د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق په دوبۍ کې لاسلیک کړی دی.
د اماراتو لپاره د اسراییل سفیر امیر هایک پر خپل ټویټر لیکلي چې دا تړون به د عربي اماراتو او عربي نړۍ ترمنځ سوداګرۍ ته لار پرانیزي. په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو دا تړون ستره لاسته راوړنه بللې ده.






