د پي ټي آیی ایم پي اې وایی چې ۲۴ څلرویشت ساعته ورسره وسلی وي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي فضل الهي اعتراف کړی دی چې دوی سره ۲۴ ساعته وسلې وي.
د پي ټي ائي ايم پي اے په يو ويډيويي بيان کې وويل چې دوي د ورځې 24 ساعته وسلې لري خو لايسنس وسلې لري چې دوي د خپل حفاظت لپاره دا وسلي ساتلې ده.
هغه وويل چې په لانګ مارچ کښې زمونږ کار کوونکو وسلې نه درلودې، هغه اوویل چې ما وسلې درلوده ځکه چې په ما څلور چاودنې شوي دي.
هغه وویل چې مونږ د ګولو بهټ څخه نه ډاریږو.
ياده دي وي چي دوه ورځي وړاندي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په يو انټرويو کښي اعتراف کړي وو چي زمونږ کارکنانو سره د لانګ مارچ په مهال وسله وه او د پوليس خلاف په خلقو کښي نفرت موجود دے.
خان اوویل او زیاته ی کړه چې که چيرته په اسلام آباد کښې ی پرلت نه وې ختم کړې نو بیا به وینه بهیدلې وې.