کابل سیند نه د ماشوم مړې راویستلو لپاره هڅې دوام لري

د کابل سیند څخه د ماشوم د راویستلو لپاره د ضلع خیبر ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم اهلکار
باغي ټي وي رپورټ
د حاجي مزمل زوی معاویه چې نهه کلن دې، د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه لويي شلمان شین پوخ سره نزدې په د کابل په سیند کې ډوب شوې، د ماشوم د راویستلو لپاره عملیات پیل شوي دي.
د ریسکیو 1122 ټیم د ضلعي ایمرجنسي افسر سید شعیب منصور په لارښوونه په کابل سیند کښې د ماشوم لټون او ریسکیو عملیات کوي.
په همدې حال کې په سیند کې عملیات د شپې له خوا ودرول شول او د ژغورنې نورې ډلې به هم نن سحر د کښتیو او بیلابیلو لارو په واسطه عملیات جاري وساتي.
د ضلع خیبر د ریسکیو دفتر ميډيا کوآرډينيټر مقصود عالم آفريدي رسنیو لپاره یو بیان خپور کړې او هغه وایی چې ددوی چمتو ټیمونه وس بوخت دې او د کابل په سیند کښې ی د ماشوم د لټون لپاره عملیات پیل کړي دي.
د یادونې ده چې پرون د لوی شلمان شین پوخ سیمې د ملک امروز کلی یو ماشوم معاویه په کابل سیند کښې ډوب شوې او تراوسه لادرکه دي.






