وزیراعظم په درې ورځنې دوره انقره ته رسیدلې

0
146

باغی ټي وي رپورټ
لومړی وزیر شهباز شریف له خپل پلاوي سره په درې ورځني رسمي سفر انقرې ته رسیدلې دې.

د دې سفر په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان سره یو په یو ملاقاتونه كوي او د پلاوي په كچ به خبرې اترې كوي۔

سرچينې زياته کړې، چې دواړه مشران به ګډ خبري کنفرانس ته هم وينا وکړي او د ترکې د مشهورو شرکتونو مشران به هم له لومړي وزير شهباز شريف سره وويني.
په انقره کې وزيراعظم شهباز شريف د ترکيې پاکستان بزنس فورم ته هم وينا وکړه او وې ويل ترکيه او پاکستان نزدې او تاريخي د ورورولۍ اړيکې لري.
وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې ترکي ولس خپل دوستان هيڅکله نه هېروي، نوموړي اوویل چې ترکيې په زلزلو، سېلابونو او قدرتي افتونو کې د پاکستان پوره ملاتړ کړی دی.
وزیراعظم اوویل چې د پاكستان او تركيې ترمېنځه اړيكې تل پاتې دي، له بده مرغه زمونږ دا اړيكې دوه اړخيزه تجارت لپاره داسې ښکارندوی نه دي نه ، پاكستان او تركيه بايد د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ د ودې لپاره ټول خنډونه لرې كړي۔n
د یادونې ده چې وزيراعظم شهباز شریف سره د ترکي په دې مهم سفر کښې مهم د پلاوي غړي هم شامل دى چې پکې ددفاع وزير خواجه اصف، د اطلاعاتو وزيره مريم اورنگزيب، د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالک حسين او د وزيراعظم خاص مرستيالان طارق فاطمي او فهد حسين شامل دي. له دې وروستو به خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هم د پلاوي برخه وال دي.

Leave a reply