په کاپیسا کې د نفرایټ د کان استخراج پيل شوی دی

په کاپیسا کې د نفرایټ د کان استخراج پيل شوی دی
تر دې وړاندې هم په کونړ او ننګرهار کې د ځینو کانونو د استخراج چارې پيل شوې دي چې افغان حکومت وایي په دې سره به هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به حکومت عاید ترلاسه کړي.
(2022 / 5 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کاپیسا کې د نفرایټ د کان استخراج پيل شوی دی. د ځايي چارواکو په خبره تازه په دغه ولایت کې د نفرایټو د یوه کان استخراج پیل شوی چې لسګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال ویلي دغه کان د تګاب ولسوالۍ په والګي سیمه کې دی چې په ۳۰ هکتاره ځمکه کې موقعیت لري.
د نوموړي په خبره ددغه کان د استخراج قرار داد د شپږو کلونو لپاره له یوه خصوصي شرکت سره شوی دی. سرچینه وایي چې پر دې کان به د کار پر مهال شاوخوا سلو کسانو ته په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
تر دې وړاندې هم په کونړ او ننګرهار کې د ځینو کانونو د استخراج چارې پيل شوې دي چې افغان حکومت وایي په دې سره به هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به حکومت عاید ترلاسه کړي.






