فراه کې ابو نصر فراهي بندر په ترانزیتي بندر بدل شو

فراه کې ابو نصر فراهي بندر په ترانزیتي بندر بدل شو
د فراه ولایت ځايي چارواکي وایي دوی غواړي چې د سیمې د هېوادونو او افغان سوداګرو ترمنځ راکړه ورکړه اسانه شي چې په همدې موخه یې دغه بندر پراخ کړی او په ترانزیتي بندر یې بدل کړی دی.
(2022 / 5 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
فراه کې ابو نصر فراهي بندر په ترانزیتي بندر بدل شو. د فراه ولایت ځايي چارواکي وایي دوی غواړي چې د سیمې د هېوادونو او افغان سوداګرو ترمنځ راکړه ورکړه اسانه شي چې په همدې موخه یې دغه بندر پراخ کړی او په ترانزیتي بندر یې بدل کړی دی.
د فراه د ځمکني ترانسپورت رییس ویلي چې له دې وروسته افغان سوداګر کولی شي ددې بندر له لارې ایران ته واردات او صادرات ولري.
سرچینې وایي چې نن د لومړي ځل لپاره له دې بندر د سوداګریزو توکو یوه محموله له ایران فراه ته را وارده شوې ده.






