د تیلو قیمتونه زیاتولو څخه پس د بریښنا قیمت د زیاتوالي منظوري ورکړې شوه

0
179

باغی ټي وي رپورټ
نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتهارټي (نيپرا) د بجلۍ په نرخونو کې د زياتوالي منظوري ورکړې ده.

د نیپرا چیئرمېن توصیف ایچ فاروقي په مشرۍ کښې د نیپرا هېډکوارټرز کښې د اپریل لپاره د میاشتنۍ فیول چارجز کښې د تعدیل لپاره د ډسکس د درخواستونو اورېدنه وکړه چې پکښې د بجلئ تقسیم کونکو کمپنیو د فی یونټ په نرخ کښې 4.5 روپۍ زیاتولو غوښتنه کړې وه.

په دې اړه د نیپرا چیئرمېن اوویل چې زمونږ لپاره د قیمتي تیلو استعمالونکي مهم دي کوم چې د ګرانو تیلو ښکار شوي دي.

د لوډشیډنګ په اړه د نیپرا چیئرمېن د خبرو په مهال وویل چې د 18 ساعتونو لپاره لوډشیډنګ روان دی، په تخمینو او اندازو کارونه مه کوي او د بجلئ نظام ستونزې دې حل کړی شي.

Leave a reply