د پي ټي آئي مشرانو خپلو غړو ته لارښوونه کړې چې د استعفی ګانو د تصديق په پروسه کې دې برخه وانخلي

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشرتابه د قامي اسمبلۍ غړو ته هدايات ورکړي چې د استعفي تصديق کولو عمل کښې دې ګډون نه کوي۔
دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي مشرتابه دقومي اسمبلۍ غړو ته هدايات کړي دي چې داستعفو تصديق په عمل کې دې برخه وانخلي او په دې لړ کې دې غړي دقومي اسمبلۍ سپيکر سره ليدنې ته نۀ ځي.
سرچينې زياته کړې چې مشرتابه د ګوند د غړو په وړاندې دريځ خپل کړى چې مونږ استعفاوې ورکړې نو د نورو ګامونو اړتيا نشته.
ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د جون په شپږمه نېټه د پي ټي ائي غړي د استعفاګانو تصديق لپاره رابللي دي.





