پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ اوربند اعلان شوې

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان او کالعدم تحريک طالبان پاکستان ترمینځ تر نامعلوم وخته پورې اوربند اعلان کړی دی.
دسرچينو له مخې دپاکستان اؤ کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمينځ موقتي اوربند دمي په 30مه نيټه ختم شو چې وروستو دغه اوربند تر نامعلومې مودې غځول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه اوربند په کابل کې د پاکستاني پلاوي او د تحريک طالبان پاکستان تر منځ له خبرو وروسته پاى ته ورسېد.
دسرچينو ترمخه دپاکستان اؤ کالعدم تحريک طالبان پاکستان ترمينځ دخبرو اترو بل دور به په جون مياشت کې کيږي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان او کالعدم تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د مې په اتلسمه نېټه په موقتي اوربند موافقه شوې وه.
د افغانستان د اطلاعاتو، کلتور وزارت مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان او کالعدم تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې د افغان حکومت په منځګړتوب په کابل کې شوې دي.
د پاکستان او کالعدم تحریک طالبان پاکستان تر منځ له خبرو اترو او اوربند وروسته د پاکستان حکومت ۳۰ بندیان خوشي کړې وو.





