مسؤلین: غزني ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ ډیر شوی دی

مسؤلین: غزني ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ ډیر شوی دی
د مجاهد په وینا، په تېرو اتو میاشتو کې ۴۸۶۶ کورني او ۴۶ ایراني، پاکستاني، ترکي، امریکایي، هالنډي، پولنډي، ایټالیوي، مصري، چینایي او فرانسوي سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.
(2022 / 5 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه ولایت ته په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو مخه کړې ده.
د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور رییس حبیب الله مجاهد ویلي چې تر اوسه پورې په زیات شمېر کورني او بهرني سیلانیان غزني ولایت ته ورغلي دي او دا شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.
د مجاهد په وینا، په تېرو اتو میاشتو کې ۴۸۶۶ کورني او ۴۶ ایراني، پاکستاني، ترکي، امریکایي، هالنډي، پولنډي، ایټالیوي، مصري، چینایي او فرانسوي سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې موخه یې دا ده څو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته لا ډېر امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي څو هغوی وکولی شي نور هم په ډاډه زړه له دغه ولایت څخه لیدنه وکړي.






