مونږ به بیا اسلام آباد ته بشپړه تیارۍ سره راځو: عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان يو ځل بيا سپريم کورټ ته د تحفظ لپاره اپيل کړے دے او وئيلي ئي دي چي سپريم کورټ دي د پرامن احتجاجونو تحفظ لپاره رولنګ آرډر ورکړي ، هغه ګواښ کړې چې دا ځل به په تياري سره اسلام آباد ته د احتجاج لپاره راشي.
پيښور کښي د وکيلانو کنونشن ته په وینا کښي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان اوويل چي سپريم کورټ دي زمونږ په اړه رولنګ راکړي، فیصله دې وکړي، هغه اوویل چې مونږ ته دې اوویل شي چي مونږ په څه بنياد بند کړے شو او ګډوډي خپره شوه، مونږ ته د نوي احتجاج کولو لپاره تاريخ ورکوو.
عمران خان اوویل چې مونږ چې دا ځل راځو نو نو مونږ ته دې اوویل شي چې آیا ستره محکمه به دا ډول غیرجمهوري کاروایی اجازه ورکړي.عمران خان وويل چې که سپريم کورټ مونږ ته تحفظ راکړي نو زمونږ تګلاره به بله وي او که تحفظ ترلاسه نۀ کړو نو زه د ټولو په وړاندې وايم چې بيا به بله تګلاره وي . هغه اوویل چې وړاندې مونږ تيار نۀ وو خو اوس دا ځل به مونږ په تیارۍ ځو، هغه وویل چې دا زما لپاره جهاد دی چې دې حکومت په ضد احتجاج کوو، عمران خان اوویل چې مونږ به په هیڅ صورت ایمپورټډ ، وارداتي حکومت ونه منو.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل د غلو حکومت به په هيڅ صورت قبول نه کړو، زمونږ حکومت د کرپشن په وجه نه بلکې د سازش لاندې ړنګ شو، سازش کوونکي پخپله هم حيران وو چې دا خلک زمونږ په حق کښې څنګه راووتل خو پرامن احتجاج کوونکو باندې د ترهګرو په شان ډزې اوشوې او په دوی شیل،مرمۍ استعمال کړے شوې.