د قبایلي سیمو د اسلامي مدرسو زده کوونکو د لوبو میله پیل کیږي: د ضم قبایلي سیمو، سپورټس ډایریکټر

0
148

باغی ټي وي رپورټ
انټر مدراس سپورټس چیمپیئن شپ به د جون په دویمه نیټه شروع کیږی،
د مربوطه ضلعو د ۸۰۰ نه زياتو ديني مدرسو زده کوونکي به په ۷ بيلابيلو لوبو کې برخه اخلي . دا خبرې او مهم اعلان د ضم قبایلي علاقو د لوبو ډایریکټویټ مشر پیرعبدالله شاه رسنیو سره کړې.
د سپورټس ډایریکټر اوویل چې دا ګام ی د خېبرپښتونخوا د وزيراعلي محمود خان په خاص لارښوونه د ضم شوي قبائلي ضلعو د بېلا بېلو مدرسو ماشومانو او زده کوونکو لپاره اخستې چې په دې لوبو میله کښې برخه والی او دوی هم لکه د نور زده کوونکو د خپل صحت ښه کولو لپاره په دې لوبو میله کښې برخه والي. هغه اوویل چې دا لوبغاړي او زده کوونکي به ي به د بيډمنټن، كركټ او فټبال په سياليو كښې ګډون كوي، په دې میله کښې به د قران پاک د تلاوت مقابله هم کیږي او ددوی حوصله لوړولو لپاره به دوی ته جایزې ورکولې شي.
ده زياته کړه چې د پرانستې مراسم به د جون په ٢مه نېټه ماښام شپږ بجې د پېښور په سپورټس کمپليکس کښې ترسره شي.

Leave a reply