د لا درکه کسانو په اړه د شهباز شریف حکومت مهمه پریکړه کړې

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي کابينې د لادرکه کسانو په اړه کميټي جوړه کړې ده۔
د داخله وزارت لخوا جاري شوي يو بيان له مخې د كمېټۍ مشري به د قانون وزير سناتور اعظم نذير تارڑ كوي او د كمېټۍ غړو كښې د كورنيو چارو وزير رانا ثناءالله، د مواصلاتو وزير اسد محمود او وفاقي وزيره شازيه مري شامل دي۔
د نوټيفيکيشن له مخې کمېټي به د مشرانو جرګې غړو، د بشري حقونو نمائندګانو او د کوم بل کس نه مرسته غوښتې شي۔
بیان کې ویل شوي چې د لادرکه شویو کسانو په اړه جوړه شوې کمېټۍ به خپل رپورټ د غور لپاره کابینې ته واستوي.






