په کابل کښې د پاکستان او مسلمانې نړۍ هیوادونو د نمایندګانو مهمه غونډه شوې

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د ترکي سفیر په استوګن ځای کې مهمو مسلمانانو هیوادونو مشرانو سره لیدنه کړي دي.
منصور احمد په خپل ټویټر پانړه یو ټویټ خپور کړې دې ، هغه وایی چې د ترکیې د سفیر په کوربه توب سره په کابل کې د ترکيې په استوګنځي کې سرې ارګون سره په زړه پورې غونډه تابیا شوې وه.
په دې غونډه کښې د اسلامي نړۍ د همکارۍ تنظیم او آیی سی نمایندګان ، د ملګري ملتونو څانګې یوناما او د سیمه ایز ملکونو سرکاري نمایندګان موجود وو.
په دې غونډه کې د افغانستان د موجوده بحران په اړه ګتورې خبرې وشوې.
د یادونې ده چې کله نه چې د افغانستان څخه د نیټو او امریکایی فوځونه واپس وتلي دي نو د پاکستان سفارتخانه ترهغه وخت نه نن پورې نه دې تړل شوي او د افغانستان څخه د امریکایی فوځونو او نیټو ځواکونو په وتلو کښې ی پوره پوره همکاري او ملاتړ کړي دې.
په کابل کښې د پاکستان سفارتي اهلکار د افغانستان نه عسکري او غیرعسکری کستانو په وتلو کې یو فعال رول ولوبول او ټول د بهر هیوادونو سرکاری او غیر سرکاری کسانو له ی یو محفوظه لار ورکړه چې ددې ستاینه امریکا او ملګري ملتونو هم کړې ده چې پاکستان په دې ورځو کې یو ډیر فعال او مثبت رول لوبولې دې.
Excellent meeting and discussions hosted by Turkish Ambassador H.E. Cihad Ergonay today at Turkish Residence in Kabul @turkembkabul @PakinAfg @ForeignOfficePk https://t.co/jaKCA4w658
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) May 29, 2022





