زما حکومت به د لوړو زده کړو کمیشن لپاره په فنډ کښې کمې و نه کړي: وزیراعظم شهباز شریف
باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه حکومت به د راتلونکي مالي کال 23-2022 لپاره د لوړو زده کړو کمېشن (ایچ ای سي) بجټ کې کوم کمی نه کوي.
وزيراعظم د منصوبه بندۍ او خزانې وزارت ته هدايت وكړو چې د راتلونكې وفاقي بجټ تيارولو په مهال دې په هداياتو عمل وكړي۔
دغه پریکړه د پوهنتون د څو پروګرامونو د بندیدو د مخنیوي او د لوړو زده کړو د نړیوالو تړونونو د ښه دوام د تضمین په خاطر شوې ده.
وزيراعظم دا هدايات هم وكړو چې د اېچ ای سي په څير دې د پاكستان مسلم ليګ نواز د حكومت په وخت كښې كار كولې شي۔
هغه وويل، چې د تېر حکومت په شاوخوا څلور کلنه دوره کې د HEC په بوديجه کې کمښت د لوړو زده کړو پر بهير منفي اغېز کړى، چې بايد بېرته يې وګرځول شي.
وزيراعظم نوازشريف د ټول ملک په يونيورسټيو کښې د تعليمي منصوبو په ژوندي ساتلو باندې تاکيد وکړ۔هغه د لوړو زده کړو د پروګرامونو د شمېر پر زیاتولو او د نړیوالو معیارونو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.
وزيراعظم د HEC په وسائلو کې د پام وړ زياتوالي او د پوهنځيو او محصلينو ته د ضروري سهولتونو د برابرولو لارښوونه وکړه.
There is no question of a cut in the budget of Higher Education Commission. I am aware of the negative effect that cuts have had on higher education during the past four years. I have given clear directions to Planning Commission & Ministry of Finance in this regard.
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) May 30, 2022