وفاقي حکومت د شیرین مزاري د نیولو په اړه په اسلام آباد هایی کورټ کښې ځواب جمع کړې دې

0
166

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د پخوانۍ وزيرې شيرين مزاري د نيولو په اړه اسلام آباد هائي کورټ کښې ځواب جمع کړے دے۔

وفاقي حکومت اسلام اباد هائي کورټ کې جمع کړل شوي خپل ځواب کې وئيلي دي چې د شيرين مزاري د نيولو په اړه به نن يو عدالتي کميشن جوړيږي.

بل لوري ته خبريالانو سره دخبرو په مهال دپي ټي ائي مشرې شيرين مزاري وويل يو خپلواک کميشن بايد وي، هغې اوویل چې زه ی نيولې نۀ ووم بلکې په حقيقت کې هغوي تښتول شوي وه. موټر چلوونکی چا وژلی؟د کمیشن په وړاندې به ډیرې پوښتنې مخې ته راشي .

په دې موقع د شيرين مزاري لور ايمان مزاري وويل چې تيره شپه دپوليسو دوه ګاډي زما کوره مخې ته راغلل، زنانه پوليس افسر ورته وويل چې ايمان دې پخپله بهر راووځي؟
هغې اوویل زما ا زما په مقدمه کې ځانګړې پلټونکې ډله جوړه کړې چې ګواکې زه یوه ترهګره یم.

Leave a reply