حکومت سره د زهرو خوړلو پیسې هم نشته دې: د پیټرولیم وفاقي وزیر

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک په یو بیان کښې وئيلي دي چې حکومت سره د زهرو خوړلو لپاره هم پيسې نشته دې.

د سېنېټ د پټروليم په اړه د قائمه كمېټۍ غونډه د محمد عبدالقادر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك، سيكرټري پټروليم، د اوګرا چيئرمېن او ډي جي ګيس پشمول سوداګرو شخصيتونو هم ګډون وكړو۔
د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک کميټۍ ته وويل حکومت د پټروليم او ډيزلو بيې تنظيموي، مونږ د پټروليم مصنوعاتو په خرڅلاو کې د پټروليم پمپونو ترمنځ مسابقت غواړو.

په دې موقع وزير خارجه ووئيل چې د انرجۍ پخواني وزير له روس نه د تېلو پېرودلو لپاره خط ليكلي وو خو روس سره د پاكستان د تېلو پېرلو په اړه كوم تړون نشته۔د پټرولیم وزارت وايي، له ایران څخه پاکستان ته ډېر تېل قاچاق کېږي، د ایراني قاچاق وړونکي تېل ارزانه دي، په داسې حال کې چې قاچاق کول جرم دی.د پټروليم سيکرټري زياته کړه چې د ګيس سيکټور باندې ګردشي قرضې هم 1500 اربه روپو ته رسيدلې دي.
د دولت وزیر وویل چې د سوئی ګاز شرکتونو شتمنۍ کمیدل پیل شوي او د شرکتونو ګټه کمه شوې چې په دې توګه به دا شرکتونه دیوالیه شي.مصدق ملک وویل چې حکومت د زهرو خوړلو لباره هم پیسې نه لري.

Leave a reply