ا.ا دملګروملتونووروستی راپور بې بنسټه ګڼلی دی
ا.ا دملګروملتونووروستی راپور بې بنسټه ګڼلی دی
سرچینې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د مجهولو او نامعلومو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ دې راپورونه نه جوړوي او ددغه ډول بې بنسټه ادعاوو له خپرولو دې ډډه وکړي.
(2022 / 5 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور رد کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راپور کې راغلي چې بهرنۍ ډلې په افغانستان کې فعالیت لري چې دا ادعاوې بې بنسټه دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي دوی نه یوازې دا چې دغه ډول راپورونه بې بنسټه بولي بلکې په کلکه یې ردوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي د نوي حکومت په راتګ سره هېڅ بهرني هېواد ته تر دې دمه خطر نه دی جوړ شوی، ټولو ته د امنیت ډاډ ورکوي او دلته هېڅ راز بهرنۍ ډله حضور نه لري.
سرچینې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د مجهولو او نامعلومو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ دې راپورونه نه جوړوي او ددغه ډول بې بنسټه ادعاوو له خپرولو دې ډډه وکړي.