غوري د سیمنټو فابریکه هره ورځ دېرش زره خلطې سمنټ تولیدوي

0
100

غوري د سیمنټو فابریکه هره ورځ دېرش زره خلطې سمنټ تولیدوي

غوري په بغلان کې د سمنټو د تولید یوازینۍ کورنۍ فابریکه ده چې سیمنټ یې له ښه کیفیت برخمن دي او حکومت ژمنه کړې چې ددغه فابریکې د لا ښه تولید او پیاوړتیا لپاره به هر اړخیزه هڅه کوي.

 

(2022 / 5 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

غوري د سیمنټو فابریکه هره ورځ دېرش زره خلطې سمنټ تولیدوي. د غوري فابریکې مسوولین وایي چې ددغه فابریکې فعالیتونه پراخ شوي دي او دوی یې د چارو د لا ښه مدیریت لپاره هڅې کوي.

د دغه فابریکې فني مرستیال ویلي چې د دوی په تولیداتو کې ډېروالی راغلی دی او په خبره یې په ورځ کې د شاوخوا دېرش زره خلطو سیمنټو د تولید وړتیا لري، چې ۱۵۰۰ ټنه کېږي.

سرچینه زیاتوي چې دوی ددغه فابریکې د تولید ډېرولو لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې وکړی شي افغانستان له دې اړخه تر یوې کچې پر ځان بسیا کړي.

غوري په بغلان کې د سمنټو د تولید یوازینۍ کورنۍ فابریکه ده چې سیمنټ یې له ښه کیفیت برخمن دي او حکومت ژمنه کړې چې ددغه فابریکې د لا ښه تولید او پیاوړتیا لپاره به هر اړخیزه هڅه کوي.

Leave a reply