امریکا ته تللي‌ ځينې افغانانو د کورونو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي

0
107

امریکا ته تللي‌ ځينې افغانانو د کورونو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي

دغه نشریه لیکي‌ چې زرګونه افغانان لا هم د امریکا په نظامي اډو کې میشت دي او د کورونو یا کار په پيدا کولو نه دي‌ بریالي‌ شوي. افغان کډوالو هم په دې تړاو شکایتونه کړي‌ دي.

 

(2022 / 5 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا ته تللي‌ ځينې افغانانو د کورونو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

ټایم مجلې په یوه راپور کې ویلي سره له دې چې امریکا ته د زرګونه افغانانو له بېولو میاشتې تېرېږي خو لا هم ځینې دغه افغانان د کورونو او ځای ځایګي په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه نشریه لیکي‌ چې زرګونه افغانان لا هم د امریکا په نظامي اډو کې میشت دي او د کورونو یا کار په پيدا کولو نه دي‌ بریالي‌ شوي. افغان کډوالو هم په دې تړاو شکایتونه کړي‌ دي.

د دې تر څنګ لا هم په ابوظبي، دوحه او ځینو نورو ښارونو کې په امریکایي‌ نظامي‌ کمپونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان کډوال په اروپايي هېوادونو کې هم له ستونزو سره مخ دي‌ او رسنیو ته وایي چې له دوی سره توپیري چلند کېږي.

Leave a reply