قطر او ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت خبرې کړې دي

0
143

قطر او ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت خبرې کړې دي

د ملګرو ملتونو استازي‌ ویلي‌ چې قطر په تېر میاشتو کې له افغانانو سره ډېرې مرستې او همکارۍ کړې دي‌ او په خبره یې ددغه هېواد په مرسته د تخلیې ماموریت بریالی شو.

 

(2022 / 5 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

قطر او ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په قطر کې ددغه هېواد د بشري‌ حقونو د کمیسیون له مسوولې مریم بنت عبدالرحمن سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او له افغانانو سره د قطر پر مرستو او همکاریو خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو استازي‌ ویلي‌ چې قطر په تېر میاشتو کې له افغانانو سره ډېرې مرستې او همکارۍ کړې دي‌ او په خبره یې ددغه هېواد په مرسته د تخلیې ماموریت بریالی شو.

په لیدنه کې همدا راز له افغانانو سره د قطر پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي‌ او د ملګرو ملتونو استازي‌ ویلي‌ چې افغانان د قطر مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

Leave a reply