د جولایی میاشت څخه د بریښنا قیمت لوړیدو امکان څرګندونه شوې ده

0
153

باغي ټي وي رپورټ
د جولائي نه پس به د بجلئ نرخ اته روپئ في يونټ ته لوړيدلي شي.

د انرژۍ وزارت د سرچينو ترمخه د بجلۍ نرخونو کښې زياتوالی به د بنيادي نرخونو په بنياد وي او د زياتولو فيصله به د نيپرا لخوا د بجلئ د 10 ډسټريکشن کمپنيو په درخواستونو باندې د فيصلې نه پس د نيپرا لخوا دا اونې د د پریکړې توقع کیږي.
سرچينې وائي چې د فيصلې جاري کيدو وروستو به پاور ډويژن د بجلۍ د نرخونو د زياتولو په اړه حتمي فيصله کولى شي او د نيپرا د پريکړې وروستو به وفاقي حکومت د هدفي سبسډي په اړه هم فيصله کوي.
د سرچينې په وينا، د تېلو د بيو لوړېدل، د ډالرو لوړېدل، د کرېډېټ لوېدو او د شرکتونو د زيانونو له امله به برېښنا نوره هم ګرانه شي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې حکومت د تیلو په نرخ کښې في لیټر ۳۰ روپۍ زیاتوالې اعلان کړې چې د خلقو غبرګونونه ی راپارولي دي.
پرون هم په قبایلی سیمو باجوړ او ضلع خیبر کښې د جماعت اسلامي ګوند مشرانو او په سلګونو شمیر کښې کارکونکو په ملک کښې د روانې ګرانۍ په ضد احتجاج وکړو او حکومت څخه ی غوښتنه وکړه چې نور دې په اولس رحم وکړي او په ملک کښې دې د ګرانۍ مخه ونیول شي.

Leave a reply