کاناډایي عسکر: بیابه هېڅکله د افعانستان پۀ څېر بې ګټو جګړو کې ګډون ونکړو
کاناډایي عسکر: بیابه هېڅکله د افعانستان پۀ څېر بې ګټو جګړو کې ګډون ونکړو
هغوی زیاته کړې ده چې افغانستان کې جګړه سخته نه وه خو په کولو نه ارزېده. د دوی په باور امریکا او ملګري هېوادونه باید هغه وخت لا له افغانستان څخه وتلي وای چې پوهېدل دا جګړه نه ګټل کېږي او نه هم د ګټلو ارزښت لري.
(2022 / 5 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوې کاناډایي رسنۍ د یو شمېر هغو کاناډایي عسکرو له قوله چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی ویلي چې په افغانستان کې یې جګړه بې ګټې وه او دوی به بیا په ورته عبثو جګړو کې ګډون ونه کړي.
سيبيسي د یادو عسکرو له قوله وایي چې د افغانستان جګړه په هیڅ قرباني نه ارزېده او نباید په دغه هېواد کې په میلیاردونو ډالر او د سرتېرو وینې ضایع شوې وای.
هغوی زیاته کړې ده چې افغانستان کې جګړه سخته نه وه خو په کولو نه ارزېده. د دوی په باور امریکا او ملګري هېوادونه باید هغه وخت لا له افغانستان څخه وتلي وای چې پوهېدل دا جګړه نه ګټل کېږي او نه هم د ګټلو ارزښت لري.
په ورته وخت کې ډېری امریکایي عسکر هم په همدې باور دي او له افغانستان څخه د عسکرو د وتلو ملاتړ کوي.