فرانسې او المان پۀ پوتین غږ کړی چې اوکراین سره مخامخ خبرو ته کښېني

فرانسې او المان پۀ پوتین غږ کړی چې اوکراین سره مخامخ خبرو ته کښېني

په ورته وخت کې د المان ولسمشر اولاف شولتس هم له پوتین څخه ورته غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې جګړه نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د ټولو پر زیان ده او هر څومره ژر چې کېدای شي دغه جګړه باید پای ته ورسول شي.

 

(2022 / 5 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فرانسې او المان ولسمشرانو له روسیې څخه غوښتي چې له اوکراین سره مخامخ مذاکراتو ته کېني.

فرانسوي رسنیو د الیزه ماڼۍ له قوله ویلي چې ولسمشر امانویل مکرون پرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني مکالمه کې له هغه څخه غوښتي چې په ماریوپول کې تسلیم شوي دوه زره او پنځه سوه اوکرایني پوځیان هم خوشې کړي او دغه راز ښه به وي چې دواړه لوري مخامخ خبرو ته سره کېني.

په ورته وخت کې د المان ولسمشر اولاف شولتس هم له پوتین څخه ورته غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې جګړه نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د ټولو پر زیان ده او هر څومره ژر چې کېدای شي دغه جګړه باید پای ته ورسول شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي هم پرون ویلي وو چې دی سره له دې چې له پوتین سره مذاکراتو ته لېوالتیا نه لري خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره ورسره خبرو ته چمتو دی.

بلخوا کرملین ډاډ ورکړی دی چې پوتین به له اوکراین سره د سولې مذاکرات بېرته له سره پیل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载