ډپټي کمشنر خیبر او د خیبر پولیسو مشر د طورخم زیروپواینټ دوره.

0
89

ډپټي کمشنر خیبر او د خیبر پولیسو مشر د طورخم زیروپواینټ دوره.

پرون د ضلع خیبر ډپټي کمشنر منصور ارشد د پاک افغان بارډر طورخم دوره وکړه، په دې وخت نوموړي سره د ضلع خیبر د پولیسو مشر وسیم ریاض، ونګ کمانډر لیفټننټ کرنل جعفر سواتي او د لنډیکوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار هم موجود وو.

حکومتي چارواکو په طورخم پوله د پاک افغان دوه طرفه تجارت ګاړو جایزه واخسته او د طورخم په پوله ی د سیکوریټي لپاره کړي ګامونو جاج هم واخستو.
په دې موقع ی حکومتي اهلکارو ته اوویل چې د پاکستان نه تلونکی افغانانو او د افغانستان نه راتلونکي پاکستانیانو لپاره خاص انتظامات ورکړي چې د بارډر کراس کولو په وخت دوی ته څه مشکل پیښ نه شي. چارواکو په موقع موجود اهلکارو ته داسې وینا هم وکړه چې د پاکستان او افغانستان نه داخلیدونکی د تجارتي مالونو نه ډک ګاړو ډریورانو او سوداګرو له هم ښه سهولت ورکړی چې دوی وکولې شی چې زر دغه تجارتي مالونه افغانستان او هم دغه شان پاکستان ته انتقال کړي.
یاده دې وی چې د نیشنل کمانډ اینډ آپریشن د احکاماتو مطابق پاکستانیان د افغانستان نه پاکستان ته را داخلیږي، ددوی کورونا ټسټ کیږي او بیا خپلو کورونو ته لیږلې شي.

Leave a reply