د چیچنیا ولسمشر ویلي چې تر اوکراین وروسته د پولنډ وار دی 

0
103

د چیچنیا ولسمشر ویلي چې تر اوکراین وروسته د پولنډ وار دی 

نوموړي پولنډ ته ګواښ کړی دی چې که چېرته تر اوکراین وروسته امر ورته وشي نو د شپږو ثانیو په لړ کې به ورته وښیي چې ماهیت یې څه دی. پولنډ پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته له کییف سره پام وړ پوځي مرسته کړې ده او څو ورځې وړاندې د پولنډ ولسمشر کېیف ته سفر هم کړی و.

 

(2022 / 5 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چیچنیا ولسمشر او د روسیې د ولسمشر نږدې متحد رمضان قدیروف خبرداری ورکړی دی چې تر اوکراین وروسته د پولنډ وار دی.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین کار نور خلاص دی او تر دې بریا وروسته به پولنډ ته هم خپل حساب په ګوتو ورکړي.

نوموړي پولنډ ته ګواښ کړی دی چې که چېرته تر اوکراین وروسته امر ورته وشي نو د شپږو ثانیو په لړ کې به ورته وښیي چې ماهیت یې څه دی.

پولنډ پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته له کییف سره پام وړ پوځي مرسته کړې ده او څو ورځې وړاندې د پولنډ ولسمشر کېیف ته سفر هم کړی و.

نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې نن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکې، ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له پوتین سره خبرو ته چمتو دی.

Leave a reply