ا.ا د سترې محکمې اړوند تازه ګومارنې شوې دي

ا.ا د سترې محکمې اړوند تازه ګومارنې شوې دي
باغي ټلویزیون
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د ستر مشر ملا هبت الله اخندزاده د جلا جلا فرمانونو پر بنسټ د سترې محکمې په اړوند ادارو کې یو شمېر کسان پر دندو ګمارل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ګومارل شویو کسانو کې شیخ مولوي عبدالغفار بحر د کندهار زون د نظامي محکمې د رییس په توګه، د سترې محکمې د نظامي منسوبینو د دیوان رییس مولوي خیرجان د یاد مسولیت ترڅنګ د نظامي محاکمو د عمومي رییس په توګه، مولوي عبدالجليل اغا حسيني د کابل زون د نظامي محکمې د رییس په توګه، مولوي عبیدالله د کابل زون د نظامي محکمې د قاضي په توګه، شیخ مولوي عبدالظاهر د کابل زون د نظامي محکمې د مفتي په توګه او مولوي محمد زاهد اخندزاده د کابل زون د نظامي محکمې د مفتي په توګه ټاکل شوي دي.
دا ګمارنې پر داسې مهال کېږي چې ا.ا تر دې وړاندې په خالي دولتي بستونو کې د مسلکي او وړ کسانو د ګمارنې ژمنه کړې وه.





