نی: تېره شپه ناڅرګنده وسلوالو د “افغان نیوز” پر دفتر برید کړی

نی: تېره شپه ناڅرګنده وسلوالو د “افغان نیوز” پر دفتر برید کړی
د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا (نی) هم ویلي چې په کابل کې د (صبح کابل) ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخوا هم له تیرو درې ورځو لادرکه شوی دی. نی د طالبانو د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د خیرخوا د قضیې او افغان نیوز آژانس باندې د برید په اړه څېړنې وکړي.
(2022 / 5 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا (نی) نن شنبه مۍ ۲۸ (غبرګولې اوومه) ویلي چې تیره شپه ناڅرګندو کسانو د (افغان نیوز) خبري آژانس پر دفتر برید کړی دی.
نی د دغه رسنۍ د مدیر مسؤل برات علی بهکام له قوله ویلي چې د یاد برید پرمهال د دغه خبري آژانس دروازه ماته شوې او یوه پایه کمره،وای فای دستګاه او پنځه کمپیوټرونه چې د رسنیو معلومات هم پکې و له ځان سره وړي دي.
نی ویلي چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي او په خبره یې دغه پېښو د رسنیو د ملاتړ ټولنې اندېښمنې کړي دي.