ډیر یو سخت مشکل کښې مو د تیلو ګرانولو پریکړه وکړه: وزیراعظم شبهاز شریف

0
149

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف په یو بیان کښې ویل يدي چي نن سبا ګراني ډیره زیاته شوې ده، او بيروزګاري هم ده نو په داسې وخت کښې مو په ډیره مشکله د تیلو د نرخ زیاتولو پریکړه وکړه.

د لاهور په محکمه کې له حاضرېدو وروسته ميډيا سره په خبرو کې وزيراعظم شهباز شريف وويل خلق د ګرانۍ له وجې ځپلي دي او بې وزله کورنۍ ژاړي، د دوا او علاج دپاره پيسې نه لري.

هغه زیاته کړه چې ګراني ډیره زیاته شوې ده او همدا ډول بېکاري هم ده او دوی مجبور شوی چې د تیلو نرخونه زیات کړي.

وزيراعظم وويل چې غريبان د يو وخت ډوډۍ تږي دي، مونږ هره مياشت 28 اربه روپۍ د قومي خزانې څخه مصرف کړي او د پاکستان په لکونو مظلومو خلکو ته سبسډي ورکوي.

د دفاع د ورځې په مناسبت د پوښتنې په ځواب کې شهباز شريف وويل چې نواز شريف د اتومي چاودنو په وخت کې د لويو هېوادونو د مشرانو سره سختې خبرې نه دي کړي، نواز شريف د امريکې صدر ته په ډېره مهربانۍ او په نرمه ژبه کښې دوی سره خبرې وکړې، د پنځه اربه ډالرو د وړانديز ی ددوی څخه مننه وکړه ، هغه اوویل چې نواز شريف دوی ته ویلي وو چې انشاالله مونږ به ژوندی یو او د پاکستان د ګټو ساتنه به کوو.

Leave a reply