حکومت د پي ټي آیی په لانګ مارچ څومره روپۍ خرڅ کړي؟

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مارچ په ۲۵ مه د ازادۍ مارچ په مهال، حکومت په وفاقي پلازمینه اسلام اباد کې د امن ساتلو لپاره په کروړونو روپۍ لګولې وې.
د ميډيا رپورټونو ترمخه د عمران خان حقيقي لانګ مارچ دوران حکومت ۱۴ څورلس کرواړه او ۹۰ نوي لکه روپۍ لګولي دي۔
ویل کیږي چې د لانګ مارچ په نظر کې نیولو سره د پولیسو چارواکو حکومت ته د پیسو غوښتنه کړې ده. وروسته د حکومت له خوا د لیکلي غوښتنې وروسته، پولیسو ته 149 ملیون روپۍ ورکړل شوې .
له دې وړاندې یو رپورټ مخې ته راغلی وو چې که د عمران خان لانګ مارچ پنځه ورځې دوام وکړي نو د پي ټي آی په احتجاجی پرلت به لګښت دوه سوه ملیونه روپو ته رسیدلی
راپور کې د مارچ د مشر په حواله ویل شوي چې که 50,000 خلق راټول شي او دا لاریون پنځه ورځې دوام وکړي نو یوازې د خیمې لګښت تر 200 ملیون روپیو پورې کیدی شي.






