بې پولې خبریالانو د “صبح کابل” د خبریال د برخلیک روښانه کېدو غوښتنه کړې
بې پولې خبریالانو د “صبح کابل” د خبریال د برخلیک روښانه کېدو غوښتنه کړې
دې نړیوال غیر انتفاعي سازمان ویلي چې دوی د «علي اکبر خیرخواه» د لادرکهکېدو په اړه جدي اندېښنه لري او په وینا یې چې د طالبانو حکومت باید د دغه خبریال د موندلو لپاره هڅې وکړي.
(2022 / 5 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بېپولې خبریالانو له سرپرست حکومته غوښتي چې د «صبح کابل» ورځپاڼې د خبریال او عکاس «علي اکبر خیرخواه» برخلیک معلوم کړي.
دې نړیوال غیر انتفاعي سازمان ویلي چې دوی د «علي اکبر خیرخواه» د لادرکهکېدو په اړه جدي اندېښنه لري او په وینا یې چې د ا.ا حکومت باید د دغه خبریال د موندلو لپاره هڅې وکړي.
د بېپولې خبریالانو ټولنه زیاتوي، چې دوی او د دغه خبریال کورنۍ له حکومتي چارواکو پرلهپسې پوښتنې کړې، خو په وینا یې چې لا یې هم هېڅ درک نه دی لګېدلی.
همداراز افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) هم د «علي اکبر خیرخواه» پر لا درکهکېدو اندېښنه ښوولې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي.
د «صبح کابل» ورځپانې خبریال د تېرې سهشنبې پر ورځ د رپوټ چمتو کولو پر مهال لا درکه شوی دی.