وزیراعظم شهباز شریف قوم ته خپله اولنې وینا کړې

باغی ټي وي رپورټ
ملت ته په خپله لومړۍ وینا کښې لومړي وزیر شهباز شریف په پاکستان کې د بې وزلو کورنیو لپاره د میاشتې دوه زره روپۍ مرستې اعلان وکړو.
خپله وینا کښې وزيراعظم شهبازشريف اوويل چې قوم د
چې زه د ک کومې ذمه وارۍ لپاره زما انتخاب کړے دے نو دا زما لپاره یو لوی اعزاز دے.
د وزیر اعظم په توګه دنده تر سره کول له یوه سخت امتحان څخه کم نه دي، زه د خپل مشر نواز شریف او د ایتلافي ګوندونو مننه کوم چې پر ما یې اعتماد وکړ.
شهباز شریف وویل چې د پاکستان اولس د دغه بې کفایته او فاسد حکومت څخه زر تر زره د خلاصون غوښتنه وکړه او هم دغه شان د ټولو اپوزیشن ګوندونو د خلقو غږ ته ځواب ورکړو او هغه فسادي حکومت ی نسکور کړو.
هغه وويل کله چې مونږ د حکومت چارې په غاړه واخستې نو د هیواد هرې څانګې د ناورين او بحران څخه ډک پریښودې شوې وو.
شهباز شریف اوویل چې ما مخکې په څلورو کلونو کې داسې ناورين نه و ليدلی. نوموړي زیاته کړه چې همدې امله مونږ د هېواد د ښه والي لپاره د پاکستان د ژغورلو ننګونه ومنل او چارې مو پیل کړې دي.
په دې لاره کې به ډېر سخت کار وشي، زموږ د سیاست په ریښو کې د نفرت زهر ډک شوي دي.
وزیراعظم اوویل چې هېواد د پرمختګ په لاره کښې به د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو اړتیا وي. هغه اوویل چې زموږ په ملکی سیاست کښې د نفرت او کرکې زهر اچول شوي دي.





