د اسلامي همکاریو سازمان پر ا.ا غږ کړی چې پر خپلړ ژمنو عمل وکړي
د اسلامي همکاریو سازمان پر ا.ا غږ کړی چې پر خپلړ ژمنو عمل وکړي
بلینکن له طه سره په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین غوښتونکي دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت دې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او له نړیوالې ټولنې سره دې تعامل ته ادامه ورکړي.
(2022 / 5 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په واشنګټن کې د اسلامي همکاریو سازمان له مشر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګڼو نورو نړیوالو مسئلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
بلینکن له طه سره په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین غوښتونکي دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت دې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او له نړیوالې ټولنې سره دې تعامل ته ادامه ورکړي.
اړوند موضوعات:
د اسلامي همکاریو سازمان د ا.ا.ا د نشه یي توکو پۀ اړه د وروستۍ پرېکړې هر کلی کړی
امریکا تر دې وړاندې هم غوښتي چې افغانستان کې باید بشري حقونه رعایت شي او نجونې او ښځې دې د زده کړو حق ولري.